ملي امنیت نږدې ۶۰۰ کیلو تریاک نیولي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر مرکز ته څیرمه د آبچکان سیمه کې د ملي امنیت منسوبینو نږدې ۶۰۰ کیلو ګرامه تریاک د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.
د لوګر امنیه قومندانۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ریاست لخوا تیره ورځ یې د یو لړ کشفي راپورونو له مخې؛ مرکز ته څیرمه د آبچکان سیمه کې ۵۹۴،۵ کیلو ګرامه تریاک نیولې دي.
د خبرپاڼې په لیکنه، دغه تریاک په یو سرف موټر کې؛ په ډیرې ځیرکتیا ځای پر ځای شوي وو او قاچاچ وړونکو غوښتل، چې د لوګر له لارې یې سویل لویدیځ ولایتونو او له هغه ځای څخه ایران هیواد ته ولیږدوي.
د يادو نشه يي توکو په تور څوک ندي نیول شوي، خو موټر چلوونکی په تیښته بریالی شوی او پرمهال یې نږدې شل دقیقې جګړه هم شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply