ملي امنیت شورا: ۱۹ سرتیري یواځي له طالبانو لوري ازاد شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغانستان حکومت وايي، یواځي ۶۰ زندانیان د وسله والو طالبانو له لوري خوشي شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي دا د دوي ښکارندویه کوي چې وسله والو طالبانو په زندانونو کې اوس هم ملکي وګړي شته باید خوشي شي.
په کابل کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل رسنیو ته وویل، په کندهار او لغمان ولایتونو کې خوشي شوي سرتېرو په نوم یواځې ۱۹ تنه یې نظامیان او پاتې نور ټول ملکې وګړي دي.
کندهار کې شل تنو له ډلې یواځې ۱۰ نظامیان او پاتې نور یې ملکې وګړي دي، لغمان ولایت کې د طالبانو له لوري په څلوېښتو بندیانو کې لس یې ملکیان، ۱۲هغه محلي پولیس چې طالبانو ته تسلیم شوي و، شپږ تنه یې ترخیز شوي سرتېري، درې تنه یې زراعت ریاست کارکوونکي او یوازې ۹تنه یې د امنیتي ځواکونو غړي دي.
فیصل وايي، وسله والو طالبانو د تماس ډلې ته یې کابل یو لیسټ سپارلی چې تراوسه یې وسله والو طالبانو لیست له مخې یې بندیان نه دي خوشې کړي.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې لازمه ده چې طالبان له خپلو زندانونو ملکیان ازاد کړي او د سولې خبرو لپاره باید د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي، ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
عبید رادپور

Comments