ملي امنیت شورا: محب په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي پرضد نه کاریږي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان دولت هیله من دی چې د متحدایالاتو او ایران ترمنځ روانه لانجه به د خبرو له لارې حل شي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له قلمرو څخه به د هېڅ بل هېواد پرضد کار وانخیستل شي.
د ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د تهران او واشنګټن ترمینځ وروستۍ لانجه به د خبرو له لارې حل شي.
په عراق کې د امریکا د پوځ په برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران او متحدایالاتو په اړیکو کې کړکېچ تر پخوا لازیات پراخ شوی دی.
عبید رادپور

Comments