ملي امنیت: د میدان وردګ د برید طراح ووژل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت لوی ریاست نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د میدان وردکو د برید هغه طرح ووژل شو چې تیره ورځ یې پر یو قرار ګان برید طراح کړې وو.
ملي امنیت وايي، د قوماندان نعمان په نوم دغه کس چې د دوشنبې په ورځ یې میدان ښار کې د ملي امنیت پر قرارګا برید طرحه کړی وو، تیره شپه میدان ښار کې له اوو نورو کسانو سره په هوايي برید کې ووژل شو.
د دوشنبې په ورځ د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې یو موټر بم برید د ملي امنیت شپږ دیرش سرتیري ووژل او اته پنځوس نور یې ټپیان کړل.
یادوني وړده چې په دغه برید کې د ملي امنیت ۲۰ سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، خو رویټرز د یوه افغان امنیتي چارواکي له قوله ویلي په دغه برید کې ۱۲۶ امنیتي سرتېري وژل شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments