ملي امنیت د طالبانو په یو مرکز عملیات کړي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، د ملي امنیت ځانګړې قطعې هلمند کې د طالبانو په مرکز علمیات کړي دي.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوايي بریدونه تېره شپه د هلمند نهر سراج ولسوالۍد رحمت الله په نوم د طالبانو د مشهور قوماندان په کور شوي دي.
ملي امنیت وايي، بریدونو کې د طالبانو د لس کسیز ګروپ قوماندان عبدالواسع، د بل لس کسیز ګروپ مشر عبدالسمیع او د پنځه کسیز ګروپ قوماندان حفیظ الله وژل شوي دي.
عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر، موټر سایلکونه او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments