ملي امنیت د داعش ترهګرو دخراسان څانګې دوه لوړپوړي غړي نیولي دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ملي امنیت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې دملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش وسلوالې ډلې د خراسان څانګې دوه لوړپوړي غړي نیولي دي.
اعلامیه کې راغلي دي، چې نیول شوی داعشیان محمد تنویر او علي محمد نومیږي او دپاکستان او بنګله دیش هېوادونو اوسیدونکي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې نیول شوو داعش وسلوالو خپلو جنګیاليو ته لوژستیکي او ټکنالوژیکي خدمتونه برابرول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments