ملي امنیت انسان تښتونکی نیولی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار : د ننګرهار ملي امنیت ریاست د کانال د برېښنا او تخنیک برخې تښتول شوی کارکوونکی د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو یې یو کس نیول شوی دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، انجنیر ظریف پنځلس ورځې وړاندې د رینګ روډ په سیمه کې تښتول شوی و.
انسان تښتوونکو د انجینر ظریف د خلاصون په بدل کې ۳ سوه زره امریکایي ډالر غوښتل او کله چې دا مقدار پيسې انسان تښتوونکو ته ورکول کیدلې ملي امنیت نیولی دی.
په همدې حال کې د تښتوونکو د ډلې مشر عجب خان پخپل جرم اعتراف وکړ چې انجنیر ظریف یې د پيسو لپاره تښتولی و.
فرهاد شهراني

Comments