ملي امنيت په هلمند کې د طالبانو مهم مرکز له منځه وړی

comments 0

 

په هلمند کې پرون شپه د نادعلي په ولسوالۍ کې د ملي امنيت قطعاتو د طالب ترهګرو يو مهم پټنځای په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

په دې عملیاتو کې اته طالب ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.

ددې عملیاتو په لړ کې:

اته طالب ترهګر وژل شوي

څلور تنه ژوندي نيول شوي

شپږ کړۍ ماينونه له منځه وړل شوي

يو ميل تفنګچه تر لاسه شوې

يوه قرارګاه ويجاړه شوې

يوه آیکم مخابره له پنځه سوه متره لین سره نيول شوې

درې عرادې موټر نيول شوي

اته عرادې نوي او پنځه عرادې زاړه موټرسايکلان نيول شوي

زر ميتره پريم کاټ لین نيول شوی

۵۰۰ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي نيول شوي

۲۰۰۰ متره د ماينونو شارتونکی لین نيول شوی

۴۰ ريموټونه نيول شوي

او يوه زیاته اندازه نور توکي هم په سیمه کې د ملی امنيت د ځانګړو قطعاتو له لوري له منځه وړل شوي دي.

Comments