ملي اردو ته د جګړې د قوانینو سیمینار ورکړل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو یو شمېر منسوبینو ته د ( د جګړې نړيوال قوانينو د جنګياليو د چال چلند مقرراتو)) تر نامه لاندې پيل شوی درې ورځنی سمينار پای ته ورسيد.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپآڼه لیکي، ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د ملي اردو څلورمې پلې لوا منسوبینو ته دغه سمينار ،چې په ختيځ کې د سره صليب نړيوالې کميټې يا ای – سي – ار- سي ادارې له لوري جوړ شوی و،په کې د لوا د قرار ګاه او شپږ و کنډکونو منسوبينو پکې ګډون کړی و.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين وویل ((زه په پوره باور تاسې ته ويلی شم ،چې د څلورمې پلې لوا رهبرۍ او منسوبينو هميشه د جګړې پرمهال د ملکي وګړو کورونو ، جوماتونو ، ښوونځيو ، روغتيايي مرکزونو ، بازارونو او ټولګټو ځايونو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه کړې ده .))
سنګين په سمينار کې له شاملو منسوبينو غوښتنه وکړه هغه څه يې ،چې په دغه درې ورځني سمينار کې زده کړي د دندې پر مهال ترې پوره ګټه پورته کړي.
سیمینار کې ټینګار شوی چې د ملي اردو منسوبین باید د جګړې په ډګر کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي ته پوره دقت او پام وکړي چې خلک د جګړو په سیمو کې خوندي پاتې شي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply