ملا یعقوب تر سختو نیوکو لاندې دی؛ د طالبانو رهبري د خپلو جنګیالیو په ډېره شوې مرګ ژوبله خفه ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: هندوکش خبري اژانس د طالبانو د رهبرۍ شورا د یوه ډېر مهم غړي امیر خان متقي داسې غږیز کلېپونه تر لاسه کړي، چې په ډاګه کوي، دی په خپله او د طالبانو رهبري ملا یعقوب ته سخت په غوسه دي.
د وټساپ دغه څو غږیز کلېپونه د ډېرو نورو موضوعاتو تر څنګ، له هغه مواردو پرته پورته کوي، چې له امله یې د طالبانو رهبري پلان لري، ملا یعقوب له دندې لیرې کړي.
ښاغلی متقي د وټساپ پدې پیغام کې له سلام او کلام وروسته خپلې خبرې پیلوي او وايي، له کله هم چې ملا یعقوب د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر په حیث ټاکل شوی، طالبان په نظامي لحاظ له ماتې سره مخ شوي دي:«موژ دغه بحثونه را شروع کړي دي، ستاسو اندېښنه پر جای ده، ملا صیب یعقوب د اسلامي امارت هغه اهداف ندي تر لاسه کړي، سې موژ ترې غوشتي و، زموژ د مجاهدینو د مرګ ژوبله بیخي ډېره سوې ده، برعکس زموژ له خوا ملکي خلک هم متضرره شوي دي، همدې د ولس قهر را پارولی دی، موژ او تاسو باید خپل عظم ونه بایلو، دا حالت له بل هر وخت حساس دی، پدې باید څوک خفه نسي، هر څوک چې په خپله دنده کې ناکام دی، باید په خپله دا جرئت ولري او وظیفه خوسي کړي.»
متقي چې دغه خبرې د طالبانو د غړیو یو ګروپ ته کوي، په دوام یې وايي«ګورئ مشر ملا صیب موژ او تاسو ټولو ته ګران و، هغه به تل ویل، چې د اسلامي امارت تشکیلات باید د اهلیت په اساس وي، که اوس دی په خپله هم وای، یعقوب ته به یې ویلی، سې ته د دې وظیفې وړتیا نلرې، جای دې بل چاته پرېژده. اېتاسو ټولو انتقادونه موژ اخیستي دي، موږ ده ته قناعت ور کوو، نور د اسلامي امارت د رهبرۍ لپاره دا د منلو نده، چې موږ دې دومره لوړ تلفات ووینو، باور وکړئ، ولې غیر لدې چې موږ اهداف تر لاسه کړو، ګل، ګل ځوانان مو د کابل د مزدورې ادارې د عسکرو په لاس شهیدان کیږي، دوی موږ په څومره خوارۍ د اسلامي امارت لیکو ته را د ننه کړو، ولې دسې شهیدان سي؟»
متقي د خپلو خبرو په وروستیو کې وايي؛ چې ټول باید خپل مسؤلیت وپېژني او هر یو کس د اسلامي امارت د اهدافو لپاره مبارزه وکړي.
د ښاغلي متقي غږ داسې مهال وځي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سختې مرګوني ضربې ولیدې او ونه توانیدل، د هلمند، کندهار، لغمان به جګړه کې خپلو اهدافو ته چې د یادو ولایتونو سقوط و ورسیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments