ملا هیبة الله له خپلو پلویانو څه غوښتي؟

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وایي، د طالبانو مشر مولوي هیبت الله له پاکستان څخه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته يې خپلو وسله والو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کې د جنګي تکتیکونو د بدلیدو او له داعش وسله والو سره د نه مخالفت امر کړی .
د کندهار د امنیه قومندان د مالوماتو په اساس، له ملا هیبت الله سره په دې سفر د طالبانو ګڼ شمېر نور مهم قوماندانان او مسوولين هم شامل وو.
جنرال عبدالرازق وايي،د طالبانو مشر مولوي هیبت الله ۱۱ ورځي مخکې دپاکستان داستخباراتي ادارې ای اس ای د غړو په مرسته د پاکستان دبلوچستان د ګریجنګل او دهلمند د بهرامچې دلاري موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته یی د خپلي ډلي د نږدې پنځلسو ولایتونو د نظامي مسوولینو او وسله والو سره لیدلي .
د قومندان په خبره ملا هبت الله خپلو وسله والو غوښتې چې د دوی او داعش وسله والو هدف یو دی او له دې وروسته دې مخالفت نه ورسره کوي.
جنرال رازق وايي د ملا هیبت الله سره په دې سفر کې د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین ، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول نعیم بړېڅی ملګري وه .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply