ملا هبت الله نیت لري چې ملا برادر له خپل دندې ایسته کړي ــ پاکستاني مقاماتو یې مخالف کړی ــ تحلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ــ کوېټه: د وسله والو طالبانو د رهبرۍ شورا یو شمېر غړیو د پاکستان په کوېټه کې، چېرته چې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی مرکزونه دي، د هندوکش خبري اژانس ته ویلي چې د دغه ډلې مشرتاته ملا هبت الله د ځینو نورو غټو طالب مشرانو سره په ګډه پدې نیت دی، چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له دندې ایسته کړي.
سرچینه زیاتوي طالب ډله پدې اړه له پاکستان مقاماتو سره په مشورو بوخته ده، خو په وینا یې چې د دغه مشورو په ترڅ کې پاکستاني مقاماتو د طالب مشرتابه د دغه پرېکړې سخت مخالفت کړی او ویل یې دي چې ملا برادر امریکا منلی، که چېرته هغه له دندې ایسته کیږي، نو طالبانو او پاکستان دواړو به له سختو مشکلاتو سره مخ شي.
له دندې د ملا برادر د لیرې کیدو نیت داسې مهال څرګندیږي، چې له بل هر وخت د طالبانو د مشرتابه تر منځ خپلمنځي اختلافات او د ای اېس ای لاسوهنې پکې زیاتې شوي دي.
د یو بل خبر تر مخه د پاکستان د استخباراتو ادارې (ای ایس ای) د طالبانو د نظامي مرستیال ملا یعقوب څخه ځینې صلاحیتونه نعیم بړیڅ چې جنوب غرب حوزه کې د نظامي کمېسیون مسوول دی، انتقال کړي دي.
دغه پریکړې د ځینو نظامي طالبانو سخت غبرګونونه راپورته کړي او ملا یعقوب ځینې قومندانان هڅولي چې د دې پریکړې مخالفت وکړي.
اخوا ځینې نور طالبان دا هر څه د دوی په کارونو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه یادوي او ټینګار کوي، چې طالب مشران دې په دې حساسه مرحله کې له شخصي غوښتنو تېر شي.
فروزان سیرت

Comments