ملا هبت الله د پاکستان غلام او پلورل شوې کس دې / د طالبانو نوي ډلې!

comments 0

هندوکش – هرات: د هشت صبح مشهورې ورځپانې په خپور شوي خبر کې راغلي چې په هرات کې د طالبانو یوې نوي ډلې ادعا کړې چې په کوټه کې ټاکل شوی مشر ملاهبت الله پلورل شوی او د پاکستان غلام دی.
د هشت صبح خبر له مخې طالبانو یادې څرګندونې په هرات کې د شپې پاڼو په خپرولو او له ځينو رسنیو سره د خبرو کړي دي.
د یادې ورځپاڼې خبر پر بنسټ دا ډله چې ځانونه ملااخترمحمد منصور ته منسوب بولي وايي چې د دوی د مشر په وژلو کې هم د هیبت الله لاس وو ځکه ده غوښتل چې خپله امیر شي او د پيسو او ډيرو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره يي د مشر منصور په اړه جزييات امریکايانو ته ورکړل او هغه و وژل شو.
د یادې ورځپاڼې پر بنست او د یادې ډلې په وینا، د هبت الله په مشرۍ مشخص کسان د نوموړي په ګډون قومپالنه کوي او يو زیات شمېر طالب مشران په پټه ترور کيږي او د منصور دادالله په شان يي کورنۍ قتل عام کيږي.
د دوې په شپو پاڼو کې لیکل شوي:« موږ د ملااخترمحمد منصور د سنګر ملګرو څو وارې له تاسو وغوښتل چې له خپلو کارونو لاس واخلئ او نور مجاهدين مه سره ويشئ خو تاسو ورته پاملرنه ونکړه.»
دوې څرګنده کړې ده چې :« هبت الله نورو ته کار کوي هغه د کفري هیوادونو نوکر دی او ښه ثبوت يي په روسيه کې په جوړيدونکې ناسته کې ګډون ته شين څراغ ښودل وو، اوس طالبان د بلک واټر په شان د سهامي شرکت په توګه اجرتي او پردۍ جګړه پرمخ وړي.»
یاده دې وي چې د هرات په ډيرو سیمو کې يادې اعلاميي لیدل شوي دي او ځينو وتلو رسنیو هم ددې ډلې له يو شمېر مهمو غړو سره خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments