ملا منصور ووژل شو

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیکا کې د طالبانو مشهور قوماندان د ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې وژل شوی.

کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼې د وژل شوي طالب قوماندان نوم مولانا منصور ښودلی دی.

د سرچېنې په لیکنه مولانا منصور په پکتیکا کې د وسله والو طالبانو مشري  په غاړه درلوده.

د پکتیکا ځينو نورو برخو کې هم  د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments