ملا عمر په تړاو جوړ شوی راپور تدابیري دی

comments 0

هندوکش – کابل: بهرنیو رسنیو راپور خپور کړی چې ګنې د طالبانو مخکینی مشر ملا محمد عمر په کندهار کې اوسیده.
لیکوال لیکلي چې ملا عمر د مرګ تر پایه د امریکا یو نظامي مرکز سره نږدې سیمه کې اوسیده.
ارګ په دې تړاو ویلي چې د طالبانو مشر د طالبانو د ریژیم له سقوط وروسته پاکستان کې اوسیده، هلته ناروغ او د کراچۍ په یو روغتون کې مړه شو.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي چې په دې ډول راپورونه سره بهرنۍ رسنۍ غواړي طالبانو ته کار وکړي چې د پاکستان لاس له افغان جګړې لیرې وبولي.
ملا عمر د کراچۍ په یو روغتون کې مړ شوی و چې هغه وخت د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات هم راپورته شول چې ګنې ملا عمر د پاکستان ای ایس ای په زهرو وژلی دی.
تر ملا عمر وروسته د طالبانو مشر ملا منصور هم په کویټه کې په یو هوایي برید کې ووژل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments