ملا رسول ډلې د اندونیزیا له کنفرانس ملاتړ کړی

comments 0

47 Views

هندوکش: طالبانو د افغان سولې په تړاو د اسلامي هېوادونو ونډه مهمه یاده کړې او د اندونیزیا په څېر کنفرانسونه یې د سولې لپاره ښه بللي.
د طالبانو ملا رسول ډلې په یو خبرپاڼې کې ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هرې پروسې ملاتړ کوي چې بهرني لاسونه پکې نه وي.
ملا رسول ډلې ویلي چې د جګړې پلوي نه دي او هر کله چې د سولې لپاره شرایط او وخت برابر شو دوی به د سولې پروسې سره یو ځای کیږي.
طالبانو په اعلامیه کې له حکومت او ښکیلو غاړو غوښتي چې د سولې د خبرو لپاره افغان شموله زمینه برابره کړي او جګړې ته د حل لار ولټوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments