ملا برادر سولې خبرو په موخې دوحې ته تللې

comments 0

هندوکش – کابل: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ د ملا عبدالغني برادر په ګډون طالب او امریکايي استازي نن د پنځم ځل لپاره په قطر کې پر افغان سوله خبرې کوي.
نوموړي په خپل ټویټ کې لیکلي؛ د نن ورځې ناستې د بحث اصلي موضوع د امریکایي ځواکونو وتل او په افغان خاوره کې بهرنیو هېوادونو ته د ګواښ نه موجودیت دي، تر څو د مخکنیو خبرو سره په ارتباط کې یوې هوکړې ته ورسېږي.
ځینې طالب سرچینې بیا وايي؛ د نن ورځې د خبرو لپاره د ملا هبت الله په لارښوونه د ملا برادر له لوري ۱۴ نفري پلاوی ټاکل سوی چې مشري به یې بیا هم شېر محمد عباس ستانکزی کوي.
د یادونې وړ ده؛ یاد موضوعات د دوحیې په ناسته کې هم مطرح سوي وو؛ خو ښکېل لوري کومې هوکړې ته نه وو رسېدلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments