ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره تللي هیئات په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف سره کتلي دي.
شاهین زیاته کړې چې دواړو غاړو یو بل ته د مرستې ډاډ ورکړی.
د دغو خبرو اترو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت او پخپله جواد ظریف تر اوسه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو په وار وار افغان چارواکو خپله اندیښنه څرګنده کړې او ایران یې په افغانستان د طالبانو وسله والې ډلې په مرسته تورن کړی و.
د امریکا د دفاع وزارت هم د تیرې اونۍ یو راپور وایي چې ایران لږ تر لږه له ۲۰۰۷ راهیسې په منظمه توګه د طالبانو ننګه او مرسته کړې او کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments