معصوم ستانکزی: افغانانو جمهوري نظام منلی او باید دا نظام تلپاتې وي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي،افغانستان کې باید هغه لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي چې په نېږدې څو کالونو یې تر لاسه کړي دي.
معصوم ستانکزی وايي چې له طالبانو سره مو سره کرښه دا ده،چې د هېواد ملي ګټې،د افغانانو غوښتنې او هغه څه چې افغانستان یو واحد هدف ته ورسوي چې ټولو افغانانو له غوښتنو سره سم وي چې هم له ځان سره، هم له ګاونډيو هېوادونو سره او په سیمه کې په سوله کې ژوند وکړي. ولس واکي او د خلکو حاکمیت په کې حاکم وي، په افغانستان کې مو یو ولسواک اسلامي جمهوري نظام منلی او دا باید خوندي پاتې شي او په همدې حال کې موږ ولې پر هغو ښو شیانو لکه پراختیا او زده کړه او تربیه چې رامنځته شوې او ادارې چې جوړې شوې، خط کش کړو او یو نوی څه رامنځته کړو.
په دې موافقه لیک کې د طالبانو نوم د افغانستان اسلامي امارت یاد شوی خو په دوام کې ویل شوي چې امریکا يې د یوه دولت نه بلکې د طالبانو د یوې ډلې په توګه پېژني.
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل کيدو امکان شته.
هغه زیاته کړه: تاسې پوهېږئ چې مذاکرات خپل اصول لري او دواړه اړخونه باید ورته ژمن وي، فکر کوم چې د افغانانو غوښتنه یو مشترک مسئولت دی او دواړه لوري باید ورته درناوی وکړي او د دې درناوي د خوندیتوب لپاره هیله لرم چې دواړه لوري ژمنه وکړي چې د یوه مسلمان افغان پر وړاندې تاوتریخوالی او وینه تویودنه ودرېږي او وینه یې توی نه‌ شي.
افغان چارواکو ویلي، د بین ‌الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو به په قطر دوحه کې وشي.
له طالبانو سره د خبرو د بحثونو له تودېدو سره د افغانانو د ډموکراټيکو ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي، چې طالبان باید تضمین ورکړي چې په سیاسي جوړښت کې د طالبانو د احتمالي ګډون په صورت کې به دا ارزښتونه له لاسه نه ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments