معصوم ستانکزي د قطر بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

comments 0

هندوکش ـ کابل: یوه ورځ وړاندې تر دې چې د افغانستان حکومت مکچي پلاوی افغانستان ته راستون شي؛ د یاد پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د مذاکراتو د کوربه هېواد «قطر» د بهرنیو چارو له وزیر سره لېدنه او خبرې کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لېدنه کړې او په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو پر همکاریو سربېره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو تحولاتو او لاسته رواړنو غږیدلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ؛ د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د افغان حکومت په نمایندګۍ ددغه هېواد له کوربتوت او دې برخه کې له امکاناتو چمتو کولو مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی خپل هېواد افغانستان ته راستون شي.
دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې درې ورځې وړاندې د جنورۍ میاشتې تر ۵ نېتې وځنډول شوې او افغان حکومت له طالبانو وړمه ورځ وغوښتل څو د یادو خبرو دوهم پړاو په کور دننه افغانستان کې ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments