معروف کې 9 طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش –کندهار: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او نهه نور نيول شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، عملیات د یادې ولسوالۍ په “انار خېلو” “عزیز خېل” او “اسحاقزو” سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو او ملي اردو له لوري دوې ورځې وړاندې پیل شوي عملیات پای ته ورسېدل .
د دراني په خبره په دغو عملیاتو کې د وسله والو څلور پټنځایونه، دوه کرولا دوله موټرونه، دوه تراکتورونه، ۶۷ موټرسایکلونه او د وسلو یوه لویه زېرمه، چې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې پکې ساتل شوي وې له منځه وړل شوي دي.
درانی زیاتوي، چې په عملیاتو کې هغه ملکي وګړی هم د وسله والو له منګولو راخلاص شوی، چې له حکومت سره یې د همکارۍ په تور نيولی و.
هغه وايي د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply