معروف کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز وايي،دغه نښته تیره شپه  د معروف ولسوالۍ اړوند د يوسف نېکه سيمه کې شوې ده.

عزیز وایي، نښته کې یوولس طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

وژل شویو طالبانو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان هم شامل دي.

دا کسان معروف کې د دولت او ولسي خلکو پرضد کړنې کولې چې اوس به ورسره وضعیت نسبت ښه شي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments