معروف ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ په امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او له زیاتې مرګ ژوبلې سره په شا وتمبول شول.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وایي، نښته کې زیات طالبان وژل شوي او ټپيان دي، خو کره شمېره یې نه ده مالومه.
د یو بل خبر له مخې په میوند ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او زیات وسله وال پکې وژل شوي او ټپيان دي.
په دواړو نښتو کې افغان ځواکونو له طالبانو وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply