معروف ولسوالۍ د طالباند په هدیره بدله شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۶۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال عبدالناصر وايي، د روانې اونۍ له پیله افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ په بیلو سیمو کې عملیات پیل کړي، چې پرمهال یې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.

د هغه په خبره د یادو عملياتو پر مهال یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

طالبانو له دومره مرګ ژوبلې سربیره د دې ولسوالۍ د ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې خو ځايي خلک وایي ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو کې د طالبانو جسدونه پراته دي.

معروف ولسوالۍ لپاره د طالبانو هغه پلان هم شنډ شوی چې د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره یې جوړ کړی و.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments