مصر کې سید جمال الدین مجسمه جوړه شوه

comments 0

هندوکش – مصر: د مصر په ازادۍ پارک کې پرون د افغان نابغه سید جمالدین افغاني مجسمه ودرول شوه.
دا مجسمه دافغانستان او د مصر د فرهنګی کلتوري کميټې لخوا د نوموړي علمي شخصيت د زوکړې د۱۸۰یمي کلیزې په مناسبت ایښودل شوې ده.
سید جمالدین افغاني چی زیات وخت یی په مصر کی تیر کړ د مصر پخوانی لومړی وزیر او د دفاع وزير او نور لوړپوړي اشخاص یی شاګردان تیر شوي دي.
د علامه سيد جمالدين افغان فلسفه د پان اسلاميزم وه چه د اسلام د خلافت د اصل د ژوندي کولو او هم يي د اسلامي نړۍ د هيوادونو د واحد نظام په بيا احيا کولو کي د نړۍ اسلامي هيوادونه راوپارول، سفرونه يي وکړل او رسالۍ یې خپرې کړې.
محمد امان دوران

Comments