مصر کې د ټاکنو نن وروستۍ ورځ ده

comments 0

23 Views

هندوکش – مصر: د مصر د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای اچوونې دریمه او وروستۍ ورځ نن پیلیږي.
د تیرو دوو ورځو د رای اچوونې پایلې ښيي چې د دغه هیواد اوسنی ولسمشر فتاح السیسي د دغو ټاکنو ګټونکی دی.
فتاح السیسي په تیرو ټاکنو کې هم له ۹۰ سلنو پورته رایې ګټلې وې.
د پلازمینې قاهرې په ګډون د مصر په ګڼو ښارونو کې بې شمیره کسان راوتلي چې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
سیسي دا یو سیاسي ریفرنډم بولي او له ولس غواړي چې په راتلونکې ولسمشریزې دورې کې یې هم کلک ملاتړ وکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments