مشورتي جرګه به فکرونه منسجم کړي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د خلکو فکرونه په منسجم او منظم بحث بدل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ وویل، د واحد ملت په توګه یې خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي دي.

ولسمشر غني وایي، د لویو جرګو ښه والی دا دی چې هیڅوک یې نشي سانسورولی او د ملت استازي په ازاده توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي.

اشرف غني وایي، په اوس وخت کې دا د مشورتي لویې جرګې او د ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي.

غني وایي، سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېده چې راتلونکې ده او یا به یې په ژوند کې وګورو، خو په وینا یې تېرو دوه کالو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي.

عبید رادپور

Comments