مشرقيوال: د یو قوماندان په ګډون شپږ تنو داعش جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت په هسکه مينه کې د داعش جنګیالیو دیو قوماندان په ګډون شپږ تنو داعش جنګیالیو ته مرګ ژوبله واوښته .
حضرت حسین مشرقیوال ،د ننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي تېره شپه داعش وسله والو دهسکې مینې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ اړوند یاغی بند په امنیتي پوسته او دملکي خلکو په کورونو برید ترسره کړ چې د پولیسو دکلک مقاومت سره مخ اوپه شاه تګ ته اړ شول .
ښاغلي مشریقوال وویل په دي نښته کې د داعشیانو دشل نفري ډلي قومندانان خوشحال مشهور په هادی او یو بل داسرائیلّ په نوم وژل شوي اوڅلور نوریی ټپیان شوي دي چی د وژل شوو جسدونه د نښتې په میدان پاتي شوي دي.
ویل کیږي چې په نښته کی د داعش یانوله لوری دملکی وګړو دوه کورونه سوزول شوي
امنیتي ځواکونو اوملکی وګړو ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتي .
داعش ډلي بیا په دي اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply