مشرانو جرګې د ریاست او اداري ټاکنې وکړې

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي شورا له پرانیستې څو شیبې وروسته مشرانو جرګې د ریاست او اداري پلاوي لپاره ټاکنې وکړې.
سناتورانو د رایو په اکثریت فضل هادي مسلمیار یو ځل بیا دپنځو کلونو لپاره د مشرانوجرګې د رییس په توګه وټاکه.
همداراز محمد علم ایزاد یار بیا د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ وګټله او ډاکټر اصف صدیقي د دغې جرګې د دویم مرستیال څوکۍ خپله کړه .
عبدالله قرلق د مشرانو جرګې د منشي او ډاکټر سمیع فیصل بیا نایب منشي په توګه وټاکل شول .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments