مشرانو جرګه: امریکا سره شوې امنیتي تړون افغانستان ته ګتور نشي تمامیدای

comments 0

هندوکش – کابل : د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې غړو په امریکا تور پورې کړ چې واشنګټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د عملي کولو په برخه کې جدي او ريښتينی نه دی.
د جرګې مرستیال آصف صدیقي وایي: «د افغانستان روان حالاتو ته په کتو د هر اړخیز وضعیت د مهارولو به موخه امریکا سره شوی امنیتي تړون ګتور نشي تمامیداې».
مشرانو جرګې کې ناست غړي وایې: «چې امریکا او ناتو افغانستان کې د جګرې عوامل دي او افغان حکومت باید دوی له سیاسي لارو خپلو مکلفیتونو او شوي تړونونو ته متوجه کړي».
د دې جرګې غړي حسيب الله کليمزی او نبيه مصطفی زاده دغه کار، د امريکا له لوري د افغانستان پر وړاندې بې تفاوتي بولي او وایي چې دغه هېواد بايد له سياسي لارو په افغانستان کې خپلو مکلفيتونو ته متوجه کړل شي.
د مشرانو جرګې دغه نیوکې په داسې حال کې ډیرې شوي چې د ولایاتو په شمول مرکز کې هم ورځ تربله امنیتې وضعیت مخ په خراپیدو دې.
په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا د نوې ادارې له رامنځته کېدو شاوخوا پينځه مياشتې تېرېږي، دغه هېواد تراوسه د افغانستان په اړه د خپلې بشپړې پاليسۍ په واضح کولو نه دی توانیدلې.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply