مسکو: د سولې ناستې په جزیاتو خبرې روانې دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوب ویلي چې د روسیې په کوربتوب د سولې په ناسته کې افغان حکومت ګډون کوي.
که څه هم کابلوف د ناستې کره نېټه په ډاګه نه کړه خو ویلي يې دي چې دا مهال د ناستې په جزیات خبرې روانې دي.
د تېرې پنج شنبې په ورځ د افغان حکومت یو لوړوپوړی پلاوي چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کوله روسیې ته تللی چې د سولې ناستې په تړاو خبرې وکړي.
د مسکو ناسته د سپتمبر په دولسمه نېټه ځنډول شوې وه او اوس ورته چمتووالی روان دی.
په دې ناسته کې به د طالبانو تر څنګ د دولس هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments