مزار کې یوه ښځه د ناحیې امره شوه

comments 0

107 Views

هندوکش ـ بلخ: مزار شریف کې په لومړي ځل یوه مېرمن د ښاروالۍ لخوا د ښار د یوې ناحیې د مسوولې په توګه وټاکل شوه.

فریبا احمدي چې د شنبې په ورځ یې د پنځمې ناحیې د آمرې په توګه دنده پیل کړه، غواړي ثابته کړي چې مېرمنې هم د قوي مديریت وړتیا لري.

احمدي وايي، په خپلو وړتیاوو باور لري چې داسې مدیریت به وکړي، چې ټولو نارینه وو ته ثابته کړي چې ښځې یواځې د کور د کارونو لپاره نه دي پیدا.

له دې سره مزار ښاروال وايي چې روان لمریز کال کې به دغې اداره کې د مېرمنو ونډه ۲۵ سلنې ته لوړه کړي او په نورو برخو کې به هم ښځو ته ونډه ورکړي.

Share this page to Telegram

Comments