مریم کوفي حکومت ته د ځان وژنې خبر دارې ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: په ولسي جرګې د تخار استازې مریم کوفي حکومت ته خبردارې ورکړې که چېرې د ټاکنو له لیسته یې د نوم د لرې کېدو موضوع ونه څېړل شي راتلونکې اوونۍ به د پارلمان په تالار کې ځان ته اور واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوموړي نوم د نوماندانو له لیسته ویستې او پر هغه یې تور پورې کړې چې غیر مسؤل وسله وال لري.
خو نوموړې بیا د ټاکنو کمیسیون یاده ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې که کمیسیون په دې اړه سند او شواهد وړاندې نه کړي نو راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې په تالار کې ځان ته اور واچوي.
هغې ویلي چې که د کورنۍ کوم غړی یې مجرم وي نو د هغه خپل جرم دی په دې پورې اړه نه لري. نوموړې یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو ته تر میاشت کم وخت پاتې دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments