مرکزي بانک 18 میلیونه امریکایي ډالره بازار ته وړاندې کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان بانګ نن دوشنبه د عقرب پنځه لسمه اته لس ملیونه امریکایې ډالره لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
مرکزي بانګ نه په خپور شوي خبرپانه کې له هغو صرافانو غوښتل شوي چې دوطلبي ته حاضر او ګټلو په صورت کې مکلف دي خپل حسابونه په دوو ورځو کې تصفیه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې:«له ګډونوالو بلنه کوو چې د افغانستان بانګ له څانګو نه دې د داوطلبي فورمونه ترلاسه کړي او تر ډک کولو وروسته یې مسوولینو ته وسپاري ».
د یادونې وړ دې چې د افغانستان بانګ تل په دې هڅه کې ده چې افغانۍ پیسې بهرنیو بیسو پر وړاندې ثابت وساتي نو له همدې امله تل د افغانیو ثابت ساتلو په موخه بازار ته ډالر لیلاموي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply