مريم نواز: د علي وزير نېول کېدل به پاکستان سره جلا کړي

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز د پاکستاني پوليسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزير د نېول کېدو په اړه غبرګون کې ویلي چې د نوموړي نیول کېدل د پاکستان حکومت ته د خطر زنګ دی او دا حکومت به سره وویشل شي.
هغه وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د علي وزېر نیول کېدل هېڅ ډول قانوني جنبه نلري او حکومت دې خپلې غېرې قانوني کړنې نورې بندې کړي.
مریم نواز دغه راز خبرداری وکړی چې د علي وزیر نیول کېدل به د پاکستان حکومت سره وپاشي او ډېر ژر به وویشل شي. مريم نواز په خپرو تازه څرګندونو کې زیاته کړې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت يو کېنول شوی حکومت دی او د ولس پر وړاندې توپيري چلند کوي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز د علي وزير نېونه د پاکستان د يووالي پر وړاندې عمل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خلاصېدو په اړه پرون د پښتونخوا د سترو ښارونو سربېره کابل کې هم د نوموړي د راخوشې کېدو په اړه غونډې او لاریونونه روان دي.
دادان وزیري

Comments