مرغه پورې نښلول شوی جي پي ایس ترلاسه شوه

comments 0

هندوکش –هرات: د هرات پولیس وایي، د اوبه ولسوالۍ اړوند سیمه کې یې په جي پي ایس دستګاه مجهز یومرغه ښکار کړی .
د اوبه ولسوالۍ امنیه قومندان شیرآقا الکوزی وايي، یاد مرغه چې جي پي ایس دستګاه په کې ځای پرځای شوې وه، له څه مودي راهیسي د پولیسو ترتعقیب لاندې و.
الکوزی وايي، مرغه د پولیسو له لوري ښکار شوی او نه پوهیږي چې دغه دستګاه د چا له لوري د څه هدف لپاره ځای پرځای شوی .
هغه وايې، مرغه يې د لازیاتو څیړنو لپاره د امنیه قومندانۍ د تروریزم پروړاندې د مبارزې پولیسو ته سپارلی .
د ا لومړی ځل نه دی چې په جي پي ایس دستګاه سمبال مرغه د پولیسو له لوري ښکار کیږي، تردې وړاندې هم د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې دې ته ورته پيښه رامنځته شوې ده .
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply