مرتضوي: د عمل پلان وضعیت کې مرسته کوي

comments 0

0 Views

هندوکش _ کابل:د پآکستان د لومړي وزیر عباسي له راتګ وروسته اوس ارګ تمه لري چې له پاکستان سره د عمل پلان نهایي کول او تطبیق به د افغانستان په وضعیت کې زیاته مرسته وکړي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د عمل پلان کې زیات موارد شامل دي چې کولای شي د افغانستان په امنیتي وضعیت کې ورسره بدلونونه راشي.

د ولسمشرۍ ماڼې مخکینی ویاند نجیب الله ازاد بیا وایي، له پاکستان سره د سولې او عمل پلان پر سره له هوکړې وروسته د دې امکانات کم بلل کېږي، چې اسلام اباد به یې په پلي کېدو کې پرېکنده ګامونه واخلي.

د سولې او عمل پلان پرسر خبرې د افغان او پاکستاني پلاوو له زیاتو خبرو وروسته دواړو هېوادونو مشرانو تاید کړې.

له دې سره ولسي جرګه پرپاکستان بې باوره ده چې دولت په دولت خبرو کې به هم ټګي وکړي.

د جرګې ځینې غړي پر کونړ د پاکستان بریدونو ته په اشارې وایي چې هلته واک له پوځ سره دی او ملکي حکومت یې بې صلاحیته خبرې کوي.

Share this page to Telegram

Comments