مدنې ټولنې: د افغانستان د مظاهرو نوې قانون د دیموکراسي ارزښتونو خلاف جوړ شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نوې قانون چې حکومت لخوا تعدیل شوې یو شمیر مدني بنسټونو د قانون تعدیل په طرحې اندیښنه ښودلې ده
مدني تولني په داسې حال کې له نوي قانون څخه اندیښمن دي چې د لاریون کوونکو او اعتصاب کوونو په نوي طرح کې پولیسو ته ډیر واک ورکړل شوې دې
د لاریون کوونکو په نوي طرحه کې ۳۳ مادې د پولیسو د دندو او مسئولیتونو په هکله دي چې طرحې کې راغلي چې پولیس کولی شي له اجازې سره سره، امنیتي وضعیت ته په کتو اعتصاب،لاریونونو او نورو لویو غونډو ته اجازه ورنه کړي.
د نویې لاریون کوونکو په نوي طرح کې داسې هم ویل شوي: کله چې وویل شي سیمه نا امنه ده، نو د اعتراضونو سمبالونکي او ګډون کوونکي یې باید د پولیسو تر خبرداري وروسته ژر سیمه پرېږدي او تحصن هم باید تر دریو ورځو ډېر ونه غځېږي.
مدني بنسټونو مشران په دې باور دي چی د قانون د تعدیل لپاره دا طرحه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده.
عزیز رفیعي افغانستان کې د مدني ټولنو مشر وایي یاده طرحه فردي او مدني خپلواکۍ چې اساسي قانون یې ضمانت کړی ردوي.
خو شاه‌حسین مرتضوي د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند وایي د لاریونونو،اعتصابونو او خلکو راټولېدو د قانون تعدیل طرحه تر دې دمه یوازې د مسودې په بڼه ده او په دې قانون کې هر ډول بدلون به د اساسي قانون او مدني ټولنو په سلا مشوره کېږي.
خو مدني ټولنو بیا اندیښنه ښودلې چې دا قانون یا طرحه به په همدې ډول ولسي جرګې ته ولیږل شي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت وروسته تر هغه په دغه قانون کې د تعدیلاتو پرېکړه کوي چې ورستیو کې د حکومت پر ضد په یو شمېر لاریونونو کې لسګونه کسان ټپیان او څو تنه ووژل شول.
ویل کېږي حکومت همدې کړنو ته په کتو په قانون کې د تعدیلاتو پریکړه کړې هغه څه چې مدني تولنې او داسې ډېر ورته د محدویت په سترګه ګوري.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply