مدني ټولنې : کوزې پښتونخواه افغانانو ته دې ملي شورا کې برخه ورکړل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اغزن سیم د غځولو په اعتراض کې د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونه راټول سوي وو او له حکومته یې وغوښتل چې په ملي شورا کې دې هغو افغانانو ته چې کوزې پښتونخواه کې میشت دي ۲۰ څوکۍ ورکړل شي.
داکتر فیض محمد ځلاند چې ددغې غونډې مشري کوله وویل : د ډيورنډ کرښه د پښتنو پر سينه تېره سوې ده او د دې پر ضد به مبارزې ته ادامه ورکوي.
ځلاند زیاته کړه، پاکستان په خپلسره توګه په تورخم کې دروازه ودروله، د ملي وحدت حکومت سترګې پرې پټې کړې، همدارنګه پاکستان په سپين بولدک کې د جهانګير او لقمان د کليو د خپلولو هڅه وکړه، چې په دې برخه کې هم ارګ کوم ځانګړی غبرګون نه دی څرګند کړی.
ددغې غوندې په پایله کې مدني ټولنو یوه پریکړه لیک صادر کړ چې له افغان حکومته غوښتل سوي چې بايد د پاکستان د وروستيو لاسوهنو په اړه وضاحت وړاندې کړي چې د دوی رسمي دريځ څه دی، ولس څه وکړي او دوی څه ډول ولسي ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړو له حکومته وغوښتل چې په پښتونخوا (پېښور او کوېټه) کې خپلې سياسي نماينده ګۍ (کونسلګرۍ) وتړي؛ ځکه چې د دوى په وينا، دا سيمې د افغانانو خاوره ده.
پریکړه لیک کې اضافه شوي چې د ملي وحدت حکومت دې باید د ډيورند کرښې په اوږدو کې سرحدي پوليسو بل نوم (د پښتونخوا ځواک) نوم ورکړي.
دی پړیکړه لیک په وروستي برخه کې پر دوو مهمو موضوع تتینګار شوې چې د ملي يووالي حکومت نه غوښتل سوی ترڅو په سمبوليکه توګه د محکومې پښتونخوا لپاره لس څوکۍ په ولسي جرګه او لس څوکۍ په مشرانو جرګه او په پېژندپاڼو کې د وېش په برخه کې دې ټولو هغو وګړو ته د اخيستلو حق اعلان کړي چې له امو تر اباسينه پورې ژوند کوي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply