مخدره توکي او ضررونه یې

comments 0

مخدره توکي له نیمایي زیاد روږدي وژني ،مخدره توکي د لږې بیې او د خلکو د ناپوهۍ له امله تر ننه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې استعمالیږي.
د مخدره توکو استعمال د روغتیا لپاره تر ټولو لوی ګواښ دئ مخدره توکي د روغتیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دئ تر اوسه په نړۍ له یو میلیارد کسانو ډېر مخدره توکي کاروي.
که څه هم په پرمختللې نړۍ کې دا بده پديده یو څه کنترول شوې مګر بیا هم په نوره نړۍ د مخدره توکو کارول مخ په زیاتېدو دي. تر ۸۰ سلنه د مخدره توکو کاروونکي په هغه هېوادونو کې دي چې د اقتصادي اړخه پر ځان بسیا ندي.
مخدره توکي هر کال د شپږ میلیونه کسانو د مړینې سبب کیږي او په هرو ۶ ثانیو کې یو تن د مخدره توکو د استعمال له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي مخدره توکي له نیمایي زیات روږدي کسان وژني او په نړۍ کې د مړینې د شپږو مهمو لاملونو څخه یولامل بلل شوی. په شلمه پېړۍ کې تر ۱۰۰ میلونه کسان د مخدره توکو د استعمال له وجې مړه شوي دي او که دا لړۍ دوام ومومي په یو ویشتمه پېړۍ کې به دا شمېر یو میلیارد ته ورسیږي

Comments

Leave a Reply