هندوکش – کابل: د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وایي چې د روان کال په لومړېو شپږو میاشتو کې يې له اتو میلیاردو افغانیو څخه زیات عواید لاسته راوړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښيي.
د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال رسنیو په یوه کنفرانس کې وویل، د سږکال تر پایه به څه باندې ۱۶ میلیارده افغانۍ لاسته راوړي چې تېر کال دا رقم ۱۴ میلیارده افغانۍ وو.
هغه زیاته کړه: سږکال چې زموږ مالي کال لا ختم نه دی موږ اته میلیارده او اته سوه مېلیونه افغانۍ لاسته رواړي.”
د نوموړي په وینا دغه عواید یې د مخابراتي خدمتونو او افغان پوست څخه ترلاسه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
مخابراتي خدمتونو سږکال ۱۶ ملیارده افغانۍ لاسته راوړي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.