محمود قریشي:د بلوچستان په وروستۍ پېښه کې ایران مستقیم لاس لري

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، پاکستان داسې کره شواهد تر لاسه کړي دي چې ښیي د بلوچستان په وروستۍ پېښه کې لاس لرونکي وسله وال له ایرانه د پاکستان خاورې ته را اوښتي وو.
هغه زیاته کړې، د برید پر مهال وسله والو له ایراني چارواکو سره خبرې هم کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې عمران خان سبا ایران ته ځي او په همدې اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
قریشي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ویلي، تر برید څو ورځې مخکې شاوخوا ۱۵ وسله وال له ایران څخه پاکستان ته ننوتلي وو چې د ملېشه ځواکونو جامې یې پر تن وې.
قریشي دغه راز ویلي، هغه ډله چې ددې پېښې پړه یې منلې ده د کرښې پورې غاړې (ایران) کې روزنځایونه او پټنځایونه لري. تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دادان وزیري

Comments