محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان تر منځ دې د پاسپورت لرلو مسئله له منځه یوړل شي

comments 0

هندوکش – خیبر پښتونخواه: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ دې پاسپورت له منځه یوړل شي.
اڅکزي چې کوټه کې یې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، نواز شریف له افغانستان سره په سوله کولو سره کولای شي چې پاکستان د اسیا پړانګ کړي. هغه وویل چې په اوسنیو حالاتو کې دا کار ممکن نه دی.
اڅکزي زیاته کړه، که قومونو ته د هغوی حقوق او پر وسائلو واک ورکړل شي؛ نو په دې حال کې به موږ تر قیامت پورې پاکستان سره ودرېږو. اڅکزي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې افغانستان زموږ مسکن او پاکستان مو ملک دی، چې دغه هېواد زموږ د مشرانو د قربانیو په پایله کې منځته راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت د تېر کال جون میاشتې راهیسې پاکستان ته پر ډیورنډ کرښه تېرېدو له پاره د پاسپورت درلودل اړین وګرځول. هیچا ته له پاسپورت لرلو پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. خو اڅکزی ټینګار کوي چې د پاسپورت مسئله دې له منځه یوړل شي.
امان دوران

Comments

Leave a Reply