محمد عليم بسمل / غزل

comments 0

0 Views

ګلبشرې زما هميش تاته سلام دې
چې دې یاد کړم ګلبشرې سلام مې واخله
د وران کلي او دکور سلام مې واخله
دجومات او دحجرې سلام مې واخله
ګلبشرې دبمبار شوي کور په شان يم
نړيدلي مې د زړه ټول ديوالونه
لوټي لوټي يم په خپل وجود کې ښخ يم
کفن کړي مې د خپل وجود ګردونه
اوس هغه دپنجشنبې ماسپښين نه دې
په وطن د ډب ډبنې پيريان ناست دي
شوله خپله ښکلا غم افغانستان ته
په دې ښکلي دبنګنې پيريان ناست دي
دجمعې شپه کې چې ستا دمخ تأثير وو
هغه شپه اوس د ویصال په وینو رنګ ده
عشق زخمي دی او جمال په وينوسور دې
ټپه هم د خد و خال په وينو رنګ ده
ګلبشرې يو داسې ورور مې شهيد شوی
چې ښايسته لکه دستا دټپې بند وو
ګلبشرې زما د ورور ښکلو لېمو کې
دحافظ شيرازي د غزل خوند وو
هديره کې مې د ورور دڅڼو بوی دی
که د ورور غوندې ښکاريږي د ورور قبر
د ورور ياد به په زخمي زړګي کې ساتم
که په سترګو نه جوړيږي د ورور قبر
هغه سپین دسمال زما په وينورنګ شو
چې بسمل دې پرې ليکلې و حسينې
په يوکونج کې يې زخمي زړګې انځور وو
او له غشي راتلې ټکې ټکې وينې
خپلې ماتې دروازې ته خفه نه يم
ګلبشرې ستاپه دسمال پسې خفه يم
په بسمل دقسم حق نه لرې ګرانې
خدای منې چې ديوکال پسې خفه يم

Share this page to Telegram

Comments