دفاع وزارت: په عملیاتو کې پنځوس وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د دفاع وزارت وايي چې په هیواد کې په وروستیو عملیاتو کې تر پنځوسو پورې وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش رسنیو ته ويلي دي چې دا عملیات په ۱۴ ولايتونو کې ترسره شوی دي.
نوموړي وویل: « موږ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څوارلس ولایتونو کې اتلس پوځي عملیات پيل ترسره کړي چې د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ هم په هغو سیمو کې وه او د دښمن له منګولو څخه پاکه شوه او د عملیاتونو په لړ کې درې سرتيري هم تپیان شوي دي».
د ښاغلي رادمنش په خبره، دغه عملیاتونو په پکتیا، ننګرهار، بدخشان، کندز، فاریاب، هلمند، ارزګان، فراه، غور او بادغیس کې شوي چې په پایله کې پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply