محمد حنیف اتمر: د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې القاعده شبکه حضور لري

comments 0

هندوکش ـ کابل: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ترکیه کې د انتانیا غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان کې د القاعده ډلې غړي په ۱۱ ولایتونو کې عملآ په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له القاعده ور هاخوا اوس مهال افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ترهګره ډله، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د امام بخاری کتیبه او ځینې نورې ډلې ترهګریزې ډلې فعالیتونه ترسره کوي.
اتمر که څه هم د ټولو ولایتونو نومونه نه دي یاد کړي؛ خو ویلي یې دي، چې د ترهګرو ډلو ډېری فعالیتونه په کندز او فاریاب ولایتونو کې متمرکز دي.
حنیف اتمر یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د فاع وزیر هم ویلي و، چې ښايي افغانستان کې د راتلونکو دوه کلونو په موده کې القاعده ډله واک ته ورسیږي.
باید وویل چې یادې څرګندونې په داسې مهال کې کیږي چې په دې وروستیو کې طالبانو جګړې ته زور ورکړی او د هېواد په ډېری ولایتونو کې د بهرنیو ترهګرو په شمول درنه تلفات طالبانو اوښتي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments