محمد حنیف اتمر د سولې پر بهیر له عبدالغزیز کاملوف سره خبرې وکړې

comments 0

هندوکش ـ کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې محمد حنیف اتمر له عبدالغزیز سره په تېلیفوني خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو پر کوربه توب پر موضوع هم خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه: “د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د بهیر د کوربه توب، د سولې فضا د ایجاد پر مسئله او د هغې د کوربه توب په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.”
د افغانستان او ازبکستان دغو مشرانو د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر موضوع هم بحث وکړ.
ازبکستان تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ ژمنې کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments