محمد حنیف اتمر او جان بولټن د سيمې پر سياسي او امنيتي حالت خبرې وکړې

comments 0

39 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي امنیت شورا نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر او د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار ښاغلي جان بولټن تير ماښام ناوخته د ويديو کنفرانس له لارې د افغانستان او سيمې پر امنيتي او سياسي حالت خبرې وکړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ويديو کنفرانس کې دواړو لورو د دولتونو په کچه د دوه اړخيزو تعهداتو پر دوام ټينګار وکړ او د حالاتو د څيړنې په موخه يې د دومداره اړيکو ساتل مهم وبلل.
خبرپاڼه زیاتوي چې، همدارنګه ویدیو کنفرانس له لارې له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان دولت په مشرۍ د سولې پر بهیر دوه اړخیز بحثونه هم شوي دي.
خبر پاڼه کاږي، یاد ویدیو کنفرانس کې د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو د سیمې پر روان سیاسي او امنیتي حالت هم خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې یې د سیمې د هیوادونو د همکاریو پر پراختیا خپل نظرونه تبادله کړل.
د ویدویو کنفرانس په جریان کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ستراتیژۍ پر بیلابیلو اړخونو خبرې کړې او په سیمې کې یې د هغې د تطبیق او لاسته رواړونو په اړه د پام وړ بحثونه درلودل.
د دې ترڅنګ دواړو لور د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو د میثاق تطبیق او په دې برخه کې پرمختګونو وڅیړل او د چارو د چټکتیا او سمون په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول.
سپوږۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments