محمد اشرف غني په عدلي او قضاي چارو کې د نه لاس وهنې خبردارې ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپآڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني ویلي عدلي او قضايي سکټور په خپلو پرېكړو کې بشپړه خپلواکي لري او هېڅکله به يې په چارو كې مداخله ونه شي.
هغه دا خبره د هېواد له عدلي او قضايي مسوولينو سره د واليانو په غونډه کې وكړه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ولسمشر غني له واليانو سره ژمنه وکړه، چې قاضيانو او څارنوالانو ته به د يوې منظمې برنامې په چوکاټ کې امکانات او اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي ویلي، پوليس تراوسه هم غيرې مسلکي دي او بايد د هغوى تمرکز د قانون پر حاکميت وي.
نوموړي زياته كړې، امنيه قوماندانان مکلف دي، چې د ولايتونو د عدلي او قضايي همغږۍ په غونډو کې پر ګډون سربېره په دې برخه کې له عدلي او قضايي سکټور او سيمه ييزو ادارو سره همکاري وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments