محمد اشرف غني نن سهار د ننګرهار ولایت پلازمینه جلال اباد ښار ته را ورسېد

comments 0

37 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار پلازمینه جلال آبار ښار ته تللې دې.
د خبرپاڼه پر بنسټ، ولسمشر غني به په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو سره کاته هم کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني په ورته وخت کې امنیتي چارواکو سره لیده کاته ولري او د هغو چارې په وڅاري.
د ولسمشر محمد اشرف غني یاد سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې تیره ورځ یې طالب وسله والو سره اوربند مات او امنیتي ځواکونو ته یې هدایت ورکړه چې دښمن پر وړاندې ورته بریدونه ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments